په ننګرهار ولایت کې (٥٠٠) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ليف خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت په کامې ولسوالۍ کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور خوراکي او غیرخوراکي توکي په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک کونډو او یتیمانو ته د خیریه مؤسسو څخه د مرستو د جلب ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: موږ دې اړمن او بیوزله قشر ته د خدمت کولو په موخه ګمارل شوي یو او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او همداراز هغوی ته د خیریه بنسټونو څخه د مرستو په راجلبولو کې خپلې هر اړخیزې هڅې به جاري وساتو تر څو د دې اړمنو خلکو لاسنیوی وشي.