د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د (ZFA) خیریه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د یاد هوکړه لیک پر اساس به، په کابل، ننګرهار، کاپیسا، تخار او لوګر ولایتونو کې زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د یو کال په موده کې د شپږ (۶) لکه، اووه دیرش (۳۷) زره امریکايي ډالرو په ارزښت په ربعوار ډول خوراکي توکي او نغدي مرستې ووېشل شي، همداراز یادو یتیمانو ته به، د زده کړو او روغتیایي برخو کې هم خدمتونه وړاندې شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمیدالدین یولداش ترمنځ لاسلیک شو چې یاده پروژه به د دې وزارت اړوند ریاستونو سره په همغږي په مرکز او ولایتونو کې تطبیق شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدو خان حق شناس د یادې خیریه مؤسسې له رئیس څخه یتیمانو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د دې اړمن قشر لپاره لازیاتې مرستې برابرې کړي تر څو په سمه توګه د هغوی څخه ملاتړ او لاسنیوی وشي.