په ننګرهار ولایت کې پر دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، نور خوراکي مواد او د حفظ الصحې توکي شامل وو، ووېشل.
په ورته وخت کې هر معلول ته (۴۹۵۰) د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.
یادې مرستې د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک او د خیریه مؤسسې د مسؤلينو په شتون کې پر مستحقو کسانو ووېشل شوې.