د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر د افغان آسیا هلال خیریه مؤسسې له مشر سره وکتل.

nasrat_admin
Wed, Jun 07 2023 3:57 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د افغان آسیا هلال خیریه مؤسسې له مشر ښاغلي اوغور سره  په خپل  کاري دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست،  د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي، د یتیمانو او معلولینو پالنې مرکز رئیس ښاغلي مولوي صدو خان او د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش هم ګډون درلود.

په پیل کې د افغان آسیا هلال خیریه مؤسسې مسؤلینو د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو د مرکز د جوړولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د یاد شوي حرفوي زده کړو مرکز له جوړېدو څخه موخه یتیمانو او معلولینو ته د دیني، عصری او حرفوي زده کړو د زمینې برابرول او همداراز د یتیمانو ساتنه او پالنه ده.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو د مرکز د جوړولو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو  لپاره د حرفوي زده کړو د مرکز جوړول د خدمت کولو یو ښه ګام دی او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی.

همدارنګه په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي  مولوي کلیم الله افغان د حرفوي زده کړو د مرکز د جوړولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د حرفوي زده کړو د مرکز په جوړېدو سره به ډیری  یتیمان او معلولین وکولای شي د حرفوي زده کړو له زده کړې وروسته د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې او د هغوی لاسنیوی وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر رهبرۍ لاندې به د حرفوي زده کړو د مرکز د جوړولو ځای، د روزنې څرنګوالي او مدیریت په موخه یوه کمېټه جوړه شي، تر څو د یاد حرفوي مرکز چارې په سمه توګه ترسره شي.

همدارنګه په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست هم خبرې وکړې او ویې ویل، یاد شوي حرفوي زده کړو مرکز باید د مالي امکاناتو له مخې په سمه توګه تمویل شي، تر څو یتیمانو او معلولینو ته په ښه توګه د حرفوي زده کړو زمینه برابره او له زده کړو وروسته ددې وړتیا پیدا کړي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړای شي.

د یادونې وړ ده چې په یاد شوي حرفوي زده کړو مرکز کې به (۴۰۰ ) تنه یتیمان او معلولین د حرفوي زده کړو تر څنګ دیني او عصري زده کړې هم وکړي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS