د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د موبایل او کمپيوټر ترمیم په برخو کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي، په میاشتني ډول به هغوی ته یو اندازه نغدي مرستې هم ووېشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست او د مسلم هنډز نړیوالې        مرستندویه مؤسسې د رئيس ترمنځ لاسلیک شو چې د شهیدانو ورثه او معلولینو د پالنې مرکز سره په همغږۍ به د (۵) میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د لغمان ولايت د‌ شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او مراجعینو ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د. . .

BACK TO NEWS