سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، چې په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او د ځینو نورو خوراکي توکو ترڅنګ یو اندازه نغدي مرستې هم شاملې وې.

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د مرستندویه مؤسسې له کړیو مرستو یې قدرداني وکړه او د یاد قشر لپاره یې د لا زیاتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS