په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د يو شمېر شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په مشرۍ یو پلاوي چې د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد یې ملتیا کوله، د پروان او کاپیسا ولایتونو ته یې سفر وکړ.
یاد پلاوي د مجردو شهیدانو او فداییانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې او له هرې کورنۍ سره یې یوه اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.
