د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کارکوونکو څخه د دیني موضوعاتو ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۱۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په موخه تعلیمي نصاب تدریس کېږي، چې په کې د عقیدوي او فقهي مسائلو اړوند زده کړې ورکول کېږي. د کارکوونکو د ارزونې په موخه، نن د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د اداري کارکوونکو څخه په تحریري بڼه او له خدماتي کارکوونکو څخه په شفاهي (تقریري) بڼه ازموینه واخیستل شوه.

د یادې ازموینې بهیر چې د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه په جومات کې، چې د وزارت په انګړ کې موقعیت لري، ترسره شو، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم شتون درلود.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو په پوره لېوالتیا او چمتووالي سره په ازموینه کې ګډون وکړ، پوښتنو ته یې په پرله ‌پسې او منظم ډول ځوابونه وړاندې کړل او د ازموینې ټول بهیر د انضباط او همغږۍ په فضا کې ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS