په بغلان ولایت کې اتیا (۸۰) تنو مستحقو معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۹:۲۵

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند اتیا (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد او د یادې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود. نوموړي د وزارت مشرتابه او د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه یې مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې زیانمن شوي قشر لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي‌.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۲۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د مرکز او ولسوالیو د شهیدانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۱۶
Background image

د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د (ZFA) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۳۵
Background image

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوی چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امینی. . .

BACK TO NEWS