د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تقنین، پاليسي او پروژو نوی آمر معرفي او دنده يې رسماً پیل کړه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۹:۱۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او حکم پر اساس محترم حفیظ الحق عمري د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست کې د تقنین، پاليسۍ او پروژو د نوي آمر په توګه د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد له خوا معرفي او خپله دنده یې رسماً پېل کړه. 

د معرفي په غونډه کې د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس د نوي آمر د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د بریا هیله یې ورته څرګنده کړه. نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې دندې په بشپړ مسؤلیت، همغږۍ او ژمنتیا سره ترسره کړي او له نوي آمر سره پوره همکاري وکړي تر څو د یاد ریاست چارې لا مؤثرې او منظمې پرمخ یوړل شي.

همداراز د دې وزارت د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد، د محترم حفیظ‌الحق عمري د تېر خدمت، فعالیتونو او لاسته‌ راوړنو یادونه وکړه، د هغه هڅې یې وستایلې او نوموړي ته یې د چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، نوموړي همداراز له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د خپل آمر څخه اطاعت وکړي تر څو ټاکل شوې موخې په ښه توګه ترلاسه شي.

د یادونې وړ ده چې محترم حفیظ الحق عمري تر وړاندې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د برنامو او همغږۍ د آمر په توګه دنده ترسره کوله او په یاده موده کې یې خپله دنده په بشپړ بریالیتوب سره سرته رسولې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS