د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په موخه نوی الکترونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۸:۴۷
mmd

په هغه پروګرام کې چې د نوي الکټرونیکي سیسټم د فعالولو په موخه د فارياب ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو په رياست کې جوړ شوی وو، په هغه کې د دې وزارت د ډېټابیس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي، د فاریاب ولایت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد،  د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نادر خالد، د یاد ولایت ځینو رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د یاد ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي حميدالله ارشاد د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل:  د دې سیسټم فعالول دا څرګندوي چې د افغانستان اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو قربانېو ته  درناوی لري.

ورپسې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي د نوي الکټرونیکي سیسټم په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او د مرستیال والي څخه یې وغوښتل تر څو یتیمانو، کونډو ته د الکټرونیکي پیژند پاڼو او فوتي کارټونو په وېش کې د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره همکاري وکړي.

همداراز په دې پروګرام کې د فارياب ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نادر خالد د یاد ریاست د لاسته راوړنو او فعاليتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دې  وزارت د تخنيکي او مسلکي ټيم له خوا په زابل، ارزګان، بادغیس او غور ولايتونو کې د يتيمانو، کونډو او معلولينو د ثبت په موخه نوی الکټرونیکي سيسټم فعال او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د لغمان ولايت د‌ شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او مراجعینو ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس په مشرۍ يو پلاوي د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

په غزني ولایت کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د ځانګړې شوې (۵۰۰) جریبه ځمکې څخه لیدنه وشوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یې ملتیا کوله، په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو او. . .

BACK TO NEWS