په بامیانو ولايت کې پر (۲۰۶۹) د يتيمانو کورنېو باندې مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۲۰
mmd

د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د آیت الله العظمی فیاض خیریه بنسټ له لوري (۲۰۶۹) کورنېو باندې اختریز توکي وویشل شول.

په ورته وخت کې هر کورنې ته (۴۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د بامیان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت باندې  ديتيمانو کورنی خپل حقوق لري او حکومت هڅه کوي دوی ته  لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د لغمان ولايت د‌ شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او مراجعینو ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د. . .

BACK TO NEWS