په بامیانو ولایت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو بې سرپرسته ښځو خوراکي مواد ترلاسه کړل
د بامیانو ولایت په ورس، پنجاب، یکاولنګ نمبر(۱) و یکاولنګ نمبر(۲) کې د دې ولایت د مقام له لوري او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همکارۍ پر (۲۰۰) بې سرپرسته ښځو باندې اوړه، وویشل شول چې هرې ښځې ته پنځوس (۵۰) کیلو ګرامه اوړه ورکړل شول.