د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ترانسپورت نوی آمر معرفي او په کار يې پيل وکړ
د معرفي په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اداري او خدماتو رئيس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده او د ولايتونو د همغږۍ او انسجام آمر محترم ملا عبدالرحمن فهیم او د همداراز د اداري او خدماتو ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
محترم ملا ګل محمد مسلم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او هدایت پر اساس د یاد وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده له خوا د ترانسپورت د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ترانسپورت د نوي آمر معرفي کولو په پروګرام کې د یاد وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده د خپلو خبرو په ترڅ کې په اداره کې تغییر او بدلون یو اصل وګاڼه او نوي آمر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
نوموړي همداراز د یاد ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په پوره همغږۍ ترسره کړي.
