‌د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څلورویشت (۲۴) ولایتي کارکوونکو د نوي الکټرونیکي سیسټم د درې ورځیني روزنیز ورکشاپ له بشپړولو وروسته تصدیق نامې ترلاسه کړې.

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۲:۷
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي ر‌ئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي قاري محمد امین درویش، د معلولینو چارو رئیس ښاغلي قاري عبدالکریم حلیمي، د وزارت د مقام مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي فیصل خاموش د ډیټابیس او معلوماتو رئیس ښاغلي الله محمد دوست د یاد وزارت د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې روزنیز ورکشاپ ګډونوالو ته وینا وکړه او ویې ویل: تاسو ته د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د معلوماتو د ثبتولو دنده سپارل شوې ده نو په دې پروسه کې له پوره احتیاط او دقت څخه کار واخلئ او خپل درسپارل شوي مسؤلیتونه او مکلفیتونه په پوره ایماندارۍ ترسره کړئ.

هغه همدا راز زیاته کړه: د یتیمانو، کونډو او معلولینو د معلوماتو د ثبت په پروسه کې هیڅ ډول بې غوري، جعل او تزویر د منلو او بخښنې وړ نه دی او باید دغه معلومات د شهیدانو او معلولینو وزارت د پلان او طرزالعمل سره سم په سیسټم کې درج کړل شي تر څو دغه امانت په سمه بڼه حقیقي مستحقینو ته ورسول شي.

همداراز محترم شیخ صاحب د یاد ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل تر څو خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت مطابق برابر کړي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چار وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې په طرزالعمل کې ټول اړخونه او جوانب په پام کې نیولي دي او په دې طرزالعمل کې د مشرانو دسخاوتمندۍ او شفقت له مخې ضعیف قشر ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او د هغه له مخې ټولو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته میاشتنۍ نغدي مساعدتونه پرته له هر ډول توپیر ورکول کیږي.

نوموړي همداراز د یاد ورکشاپ د جوړیدو له امله د ډیټابیس او معلوماتو ریاست څخه مننه وکړه او د دغه ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې د چارو په ښه توګه پرمخته وړلو کې له خپلو تجربو او زده کړو څخه پوره ګټه پورته کړي.

ورپسې د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په ډیټابیس کې د معلوماتو د ثبتولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو، کونډو او معلولینو ټول معلومات باید په ریښتینې بڼه په سیستم کې ثبت شي، هغه همداراز د دې ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره ورسپارل شوې دندې ترسره کړي، نوموړي هغوی ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

دغه راز د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس ښاغلي مفتي فيصل خاموش هم خبرې وکړې او زياته يې کړه: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت تر دې دمه شپږ لکه او اته دیرش زره او نه سوه او شپږ پنځوس (۶۳۸۹۵۶) تنه یتیمان، کونډې او معلولین د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې ثبت کړي دي او په نوي الکټرونیکي سیسټم کې تر دې دمه  درې نوي زره (۹۳۰۰۰) تنه معلولین او یتیمان ثبت شوي دي، چې د یاد شوي شمېر له جملې څخه دوه پنځوس زره (۵۲۰۰۰) تنه معلولین او یو څلویښت زره (۴۱۰۰۰) تنه یتیمان دي.

د یادولو وړ ده چې یاد روزنیز ورکشاپ د دې وزارت د ډیټابیس او معلوماتو ریاست لخوا د پکتیا، پکتیکا، کنړ، کاپیسا، بامیان، پنجشیر، پروان او نورستان ولایتونو څلورویشت (۲۴) تنو کارکوونکو ته د نوي الکټرونیکي سیسټم د زده کړې په موخه په لاره اچول شوی وو او دوی ته د دریو ورځو په ترڅ کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې چې یاد کسان به دا سیسټم په خپلو ولایتونو کې پلی کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱۱
Background image

په کابل ولایت کې (۶۰۵) تنو کونډو او یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د انارة خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۶۰۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د مسلم هنډز مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو، چې  مجموعي ارزښت یې (۱۹) زره او (۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۴
Background image

په میدان وردګ ولايت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، د میدان وردګ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۳۰) تنو یتیم او معلول. . .

BACK TO NEWS