‌د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څلورویشت (۲۴) ولایتي کارکوونکو د نوي الکټرونیکي سیسټم د درې ورځیني روزنیز ورکشاپ له بشپړولو وروسته تصدیق نامې ترلاسه کړې.

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۲:۷
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي ر‌ئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي قاري محمد امین درویش، د معلولینو چارو رئیس ښاغلي قاري عبدالکریم حلیمي، د وزارت د مقام مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي فیصل خاموش د ډیټابیس او معلوماتو رئیس ښاغلي الله محمد دوست د یاد وزارت د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې روزنیز ورکشاپ ګډونوالو ته وینا وکړه او ویې ویل: تاسو ته د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د معلوماتو د ثبتولو دنده سپارل شوې ده نو په دې پروسه کې له پوره احتیاط او دقت څخه کار واخلئ او خپل درسپارل شوي مسؤلیتونه او مکلفیتونه په پوره ایماندارۍ ترسره کړئ.

هغه همدا راز زیاته کړه: د یتیمانو، کونډو او معلولینو د معلوماتو د ثبت په پروسه کې هیڅ ډول بې غوري، جعل او تزویر د منلو او بخښنې وړ نه دی او باید دغه معلومات د شهیدانو او معلولینو وزارت د پلان او طرزالعمل سره سم په سیسټم کې درج کړل شي تر څو دغه امانت په سمه بڼه حقیقي مستحقینو ته ورسول شي.

همداراز محترم شیخ صاحب د یاد ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل تر څو خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت مطابق برابر کړي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چار وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې په طرزالعمل کې ټول اړخونه او جوانب په پام کې نیولي دي او په دې طرزالعمل کې د مشرانو دسخاوتمندۍ او شفقت له مخې ضعیف قشر ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او د هغه له مخې ټولو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته میاشتنۍ نغدي مساعدتونه پرته له هر ډول توپیر ورکول کیږي.

نوموړي همداراز د یاد ورکشاپ د جوړیدو له امله د ډیټابیس او معلوماتو ریاست څخه مننه وکړه او د دغه ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې د چارو په ښه توګه پرمخته وړلو کې له خپلو تجربو او زده کړو څخه پوره ګټه پورته کړي.

ورپسې د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په ډیټابیس کې د معلوماتو د ثبتولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو، کونډو او معلولینو ټول معلومات باید په ریښتینې بڼه په سیستم کې ثبت شي، هغه همداراز د دې ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره ورسپارل شوې دندې ترسره کړي، نوموړي هغوی ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

دغه راز د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس ښاغلي مفتي فيصل خاموش هم خبرې وکړې او زياته يې کړه: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت تر دې دمه شپږ لکه او اته دیرش زره او نه سوه او شپږ پنځوس (۶۳۸۹۵۶) تنه یتیمان، کونډې او معلولین د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې ثبت کړي دي او په نوي الکټرونیکي سیسټم کې تر دې دمه  درې نوي زره (۹۳۰۰۰) تنه معلولین او یتیمان ثبت شوي دي، چې د یاد شوي شمېر له جملې څخه دوه پنځوس زره (۵۲۰۰۰) تنه معلولین او یو څلویښت زره (۴۱۰۰۰) تنه یتیمان دي.

د یادولو وړ ده چې یاد روزنیز ورکشاپ د دې وزارت د ډیټابیس او معلوماتو ریاست لخوا د پکتیا، پکتیکا، کنړ، کاپیسا، بامیان، پنجشیر، پروان او نورستان ولایتونو څلورویشت (۲۴) تنو کارکوونکو ته د نوي الکټرونیکي سیسټم د زده کړې په موخه په لاره اچول شوی وو او دوی ته د دریو ورځو په ترڅ کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې چې یاد کسان به دا سیسټم په خپلو ولایتونو کې پلی کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۹:۳۶
Background image

په بغلان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د‌ حج فریضې د اداء کولو په موخه قرعه کشي ترسره شوه

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم قاري عبدالحکیم نافذ په مشرۍ په یاد ریاست کې د حج فریضې د اداء کولو په موخه د شهيدانو یو شمېر ورثہ وو او معلولینو ترمنځ قرعه کشي ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د شهیدانو وارثینو لپاره د حج فریضې د اداینې په موخه قرعه کشي وشوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د شهیدانو وارثینو لپاره د حج  فریضې د اداینې په موخه قرعه کشي وشوه، دا قرعه کشي د ارشاد، حج او اوقاف وزارت لخوا د شهیدانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د حاجیانو د سهمیې د وېش لپاره قرعه کشي ترسره شوه

په شفاف او عادلانه ډول د روان کال لپاره د حاجیانو د سهمیې د وېش په موخه د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې د شهیدانو د ورثه ؤ او معلولیت لرونکو وګړو په شتون کې قرعه کشي. . .

BACK TO NEWS