په ننګرهار ولایت کې پر (٦٠) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۳۱
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولایت کې پر (٦٠) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل او په ورته وخت کې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

د ویلچرونو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم  محمد صابر ځواک د یادې خیریه مؤسسې څخه مننه وکړه او معلولیت لرونکو وګړو ته یې ډاډ ورکړ چې یاد ریاست پوره هڅه کوي د خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لازیاتې مرستې راجلب کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS