شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې پلاوي په تیرو څو ورځو کې د یاد وزارت له اړوندو ریاستونو له فعالیتونو هراړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۵:۴۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هیئت د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د مالي او حسابي چارو ریاست، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست او همدارنګه د توانبخشي ریاست له اړوندو څانګو د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه، د یادو ریاستونو ټول تثبیت شوي اسناد، کاري دفترونه، کړنې او فعالیتونه د ټاکل شوي هیئت لخوا په هر اړخیز ډول وڅیړل شول.

 همداراز د نوموړي ریاستونو اړوندې ستونزې د ارزونې پلاوي سره شریکې کړاې شوې او د ځانګړي  پلاوي لخوا د یاد ریاستونو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل ډاډ ورکړل شو.

د ارزونې په لړ کې به د ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي، کاري پلانونو د تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز  یتیمانو او معلولیت لرونکو  وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې به وڅیړل شي.

د ارزونې د هیئت په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي.

د یادونې وړ ده تر دې وړاندې هم د ارزونې او پلټنې پلاوي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شپږو اړوندو ریاستونو د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه او پلټنه ترسره کړې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، مټاخان ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د څلور تنو شهیدانو کورنیو سره له نږدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS