د کابل ولايت پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق ته په ترتیب سره د (۸۰۰۰) افغانیو په اندازه نغدي مرستې ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رياست، د څارنې او ارزونې رياست، د شهیدانو چارو رياست، د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازو او همداراز د احساس ټولنیزې مرستندویه مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري شمس الامین زهیر د غزني ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS