د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او چارې يې پیل کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۰

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئيس په توګه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

د معرفي په غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د ولايت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي اختر محمد احسانمل او د یاد رياست کارکوونکو حضور درلود.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د محترم مولوي محمد نبي وهاج هڅې وستایلې او نوموړي ته یې د لا زياتو بریاوو هیله څرګنده کړه.

د يادونې وړ ده چې محترم مولوي محمد نبي وهاج تر دې وړاندې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس او وروسته بیا د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د معلولینو د تثبيت او بایومټریک چارو د آمر په توګه دنده ترسره کوله، چې سپارل شوي مسؤلیتونه یې په بشپړې ژمنتيا او بریالیتوب سره ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري شمس الامین زهیر د غزني ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS