د هلمند ولايت په دوو ولسوالېو کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست اړوند مديريتونو د کاري بهير څخه ارزونه ترسره شوه
د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ټاکل شوي پلاوي د دې ولايت په ناوه او مارجه ولسوالېو کې د یاد ریاست اړوند مدیریتونو د فعاليتونو او کړنو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
ياد پلاوي همداراز اړوند مسؤلينو ته د اداري چارو د ښه ترسره کولو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.