د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملاتړ صندوق د جوړیدو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

mmd_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۰:۳۰
pic

د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملاتړ صندوق د جوړیدو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لخوا د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ صندوق د رامینځته کولو په موخه د څلورو وزارتونو او د چارو د ادارې د استازو تر مینځ د غازي آمان الله خان د غونډو په تالار کې مشورتي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د معلولیت په چارو کې د جلالتماب جمهور یس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب د مالیې، عدلیې، د تجارت او صنایعو وزارتونو رئیسانو، د چارو د ادارې استازو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ صندوق پر تخنیکي او حقوقي چارو هر اړخیز بحثونه وکړل.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزارت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي خوښي وښوده، چې د معلولیت لرونکو وګړو د خدمت او ملاتړ په موخه یو بل ګټور ګام پورته کوي.
نوموړي د یادو وزارتونو رئیسانو او د چارو د ادارې استازو ته د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ صندوق د اقتصادي ګټو په اړه معلومات وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده، چې د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ صندوق طرحه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لخوا جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې شوې وه چې له نیکه مرغه د جلالتمآب ولسمشر لخوا تایید شوه او ډیر ژر به یې تخنیکي او حقوقي چارې بشپړې شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS