د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ياد ولايت له والي سره وکتل

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۴

د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي ګل احمد متوکل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي یې ملتیا کوله، د‌ یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې له محترم والي سره شریکې شوې، په ورته وخت کې والي صاحب هم ډاډ ورکړ چې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو د ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

په کاپيسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۵۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بېړنیو حالاتو پر وخت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکې (HHERO) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه، د بېړنیو حالاتو پر وخت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکې (HHERO) مؤسسې سره د (۱۸۲) زره او (۹۷۰) ډالرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۴۰۰) مستحقو کورنیو مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په همغږۍ د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر (۴۰۰) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS