د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش، د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS