د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.
په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د ورکړې، په بامیان ولایت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د ځانګړې شوې بودیجې او هغوی ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په هکله خبرې وشوې.
محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت والي ته ښه راغلاست وویل او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره یې د وړاندې شوو خدمتونو د څرنګوالي او د هغوی د غوښتنو او اړتیاوو په اړه یې خبرې وکړې.
ورپسې محترم قاري ګل حیدر شفق د بامیان ولایت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو غوښتنې او ستونزې شریکې کړې او د یاد ولایت د معلولینو لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
