د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د تشکیلاتي طرحې د ترتیب په موخه با صلاحیته کمیټه جوړه شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۱:۱۴

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د چارو محترمې ادارې لوی ریاست لخوا راستول شوي مکتوب پر بنسټ د یاد وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د یوې جامع او هراړخیزې تشکیلاتي طرحې ترتیب چې د وزارت د تشکیلاتو اړوندې اړتیاوې به پوره کړي او همدارنګه وظیفوي ورته والي، نیمګړتیاوې او کاري تداخل به له منځه یوسي، یوه باصلاحیته کمیټه جوړه او په کار یې پیل وکړ.

په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې یادې کمیټې خپلې چارې عملا پیل کړې.

په یاده کمیټه کې چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي په ترکیب کې یې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلی مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس ښاغلی مولوي محمد موسی صدیقي او د تشکیلاتي چارو اووه تنه کارپوهان شتون لري.

نوموړی کمیټه به د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د کاري تشکیلاتو هراړخیزه طرحه ترتیب او بیا به یې د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست ته وسپاري.

په پام کې ده چې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند تر سرپرستۍ لاندې د مالي او بودجوي طرحو د ترتیب په موخه هم کمیټه جوړه شي او په یاده کمیټه کې به د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلی مولوي کلیم الله افغان، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلی قاري محمد امین درویش، د ډیټابیس رئیس ښاغلی ملا رحمت الله خالد، د یتیمانو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس ښاغلی مولوي صدو خان او د توانبخشي رئیس ښاغلی قاري عبدالکریم شتون ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۸:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د النصیر خیریه بنسټ لخوا پر زرو تنو معلولینو، کونډو او یتیمانو باندې د مرستو کڅوړې وویشل شوې

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د یاد وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثنأالله فرقاني، د نوموړي وزارت د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۱:۴
Background image

د نيالګيو کینولو مراسم د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير له خوا د یوه نيالګي په ايښودلو سره پيل شول.

په هغو مراسمو کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د پسرلي د رارسیدو په مناسبت جوړ شوي وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبدالمجید اخند، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د مالي او. . .

BACK TO NEWS