د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو یتیمانو او کونډو ته د اقتصادي بساېنې په موخه د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۴:۳۹
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې د رئیس محترم عبدالنعیم مخدوم ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په لوګر ولایت کې یو سل او درې (۱۰۳) تنو کونډو او یتیمانو ته د اقتصادي ودې په موخه دوه سوه او شپږ (۲۰۶) رأسه د شیدو وزې ورکړل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې څخه مننه وکړه چې د دې اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) لاسنيوی کوي او د یادې مؤسسې له رئیس څخه يې وغوښتل چې خپلې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو مرستې واقعي مستحقینو ته ورسیږي.

 په ورته وخت کې د یادي مؤسسې رئیس محترم عبدالنعیم مخدوم یاد قشر ته د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. 

د دې پروژې ټوليز ارزښت دري دیرش زره او نه سوه نوي (۳۳۹۹۰) امریکائي ډالره دی چې په لوګر ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، مټاخان ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د څلور تنو شهیدانو کورنیو سره له نږدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS