د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د امریکا د مسلمانانو د زکات مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۵:۳۱
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې رئیس محترم حمیدالدین یلداش ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به، په بلخ، ننګرهار، پروان او هرات ولایتونو کې دوولس سوه (۱۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغې کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، نخود، لوبیا، روب او چای او همدارنګه په غیر خوراکي توکو کې ژمنۍ البسه شامل دي، وویشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او د دې مؤسسې له مسؤل څخه یې وغوښتل، خپلې ټولې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو مرستې په شفاف ډول مستحقینو ته ورسول شي. 

په ورته وخت کې د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې رئیس محترم حمیدالدین یلداش د یادې مؤسسې د فعالیتونو په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دا مؤسسه په پام کې لري تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ او همکارۍ خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت یو لک او اووه شپیته زره دوه سوه او اته اویا  (۱۶۷۲۷۸) امریکایي ډالره دی چې په پورتنېو ذکر شویو ولایتونو کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د لغمان ولايت د‌ شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او مراجعینو ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د. . .

BACK TO NEWS