د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د ندا الخیر خیریه بنسټ له مشر سره وکتل

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۴:۵۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د ترکیې هېواد د ندا الخیر خیریه بنسټ له مشر ښاغلي شیخ حمزه او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې چې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست هم ګډون درلود.

په دې کتنه کې راغلي پلاوي په افغانستان کې د ندا الخیر خیریه بنسټ د مرستو د څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یاد خیریه بنسټ په دې هېواد کې د یتیمانو کورنېو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې ترسره کړي دي.

هغه همداراز په میدان وردګ ولایت کې د یتیمانو لپاره د دارالایتام د ودانۍ جوړول ددې خیریه بنسټ له شویو مرستو څخه وګڼله.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د یتیمانو کورنېو سره څه اندازه مرستې ترسره کړي او د خیریه بنسټونو څخه غواړو تر څو د دغه مظلوم قشر( معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو کورنېو) سره لا ډیرې مرستې وکړي.

نوموړي همدارنګه د لاوارثه یتیمانو او فلجیانو په مرکز کې  یتیمانو ته د حرفوي زده کړو د زمینې د برابرو په هکله هم خبرې وکړي او له یاد پلاوي يې وغوښتل تر څو یتیمانو ته په دې برخه کې آسانتیاوې برابرې کړې تر څو یتیمان وکولې شي په خپل ځان بسیا او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د خیریه بنسټونو له مرستو خوښي څرګنده کړه او مستحقو کسانو ته یې د مرستو د رسونۍ په بهیر کې د شفافیت ډاډ ورکړ.

په دې کتنه کې د ترکیې هېواد  ندا الخیر خیریه بنسټ څخه راغلي پلاوي هم یتیمانو ته په ټول هېواد کې  د دارالایتامونو د جوړونۍ او هغوی ته په بیلابیلو برخو کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، مټاخان ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د څلور تنو شهیدانو کورنیو سره له نږدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS