د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو ملاتړ او د هغوی د اقتصادي ځان بساېنې په موخه د (HHERO) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۲۳
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست وارسي کوونکي او د ټولنیزو خدمتونو رئیس محترم مولوي ثنا‌ء الله فرقاني او د(HHERO) مؤسسې مسؤل محترم داکتر نوید احمد بنا ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې پنځوسو (۵۰) تنو یتیمانو ته په کندهار ولایت کې د حرفوي زده کړو او کوچنېو کاروبارونو په برخو کې زمینه برابره شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم مولوي ثنا‌ء الله فرقاني یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دې هېواد کې یتیمان، کونډې او معلولین تر ټولو اړمن قشر دی او لاسنیوي ته اړتیا لري او د یادې مؤسسې له مسؤل څخه یې وغوښتل چې د ورته مرستو لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي تر څو هغوی هم له یادو خدمتونو څخه برخمن شي.

په ورته وخت کې محترم داکتر نوید احمد بنا د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړل چې یاده مؤسسه به هڅه وکړي تر څو د دې مرستو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د يادونې وړ ده چې د یادو پروژې ټوليز ارزښت پنځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) امریکایي ډالره دی چې د لسو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS