د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ځانګړي پلاوي په ننګرهار ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۱:۱
mmd

د ارزونې د پلاوي  په ترکیب کې چې  د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود، د بشري سرچینو ریاست د سوانح آمر کریم الله فاروقي، د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر قاری سید اسحاق سعید، دڅارنې ریاست اجراېې مدیر محمد فاروق ځلاند او د مالي او اداري مسلکي غړی عبدالسبحان ملکزاده شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس مولوي نورالحق حقاني کوي. نوموړي پلاوي په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه.

د یاد ریاست د کاري بهیر د ارزولو په ترڅ کې  د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني د بودیجې په شفاف ډول د مصروفولو پر څرنګوالي د ټینګار تر څنګ وویل: د بودیجې پر وخت مصرفولو سره به د شهیدانو او معلولینو د کورنیو اقتصادي ستونزې به حل شي او یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي به وکولې شي په آسانۍ سره خپل میاشتنۍ نغدي مرستې پر وخت ترلاسه کړي.

 دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس مولوي نورالحق حقاني  د وکیلانو لخوا د هغوی د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې د څرنګوالي په هکله د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي لعل باز اسدالله حقاني سره خبرې وکړې، تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د وکیلانو لخوا اړوندو یتیمانو ته میاشتنۍ نغدي مرستې په ښه توګه رسول کیږي او د هغوې لخوا په یاده برخه کې په ګډه اغیزمن تدابیر ونیول شول.

نوموړي همدا راز یتیمانو او معلولینو ته د غوره او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود د مراجعینو سره  د ښه چلند، پر وخت او جماعت سره د لمانځه پر ادا کولو او ځانونه په سنتو برابرولو  پر اهمیت خبرې وکړې  او په پای کې یې مولوي نیازګل منصور د دعوت او ارشاد پخوانی ولایتي مسؤل یې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو د آمر په توګه وټاکه.

د بررسي او څیړنې ځانګړي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې په برخه کې له یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله پوښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، مټاخان ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د څلور تنو شهیدانو کورنیو سره له نږدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، غوړیو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS