د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲۵

د یتیمانو کورنیو او معلولینو ته د لاښه او غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د مرستو د وېش په برنامو کې د منظمې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې اړوندو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو ورثه وو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو، معلولیت لرونکو وګړو ته د روغتیایي خدمتونو د زمینې د برابرولو، د ریاست د کاري پلان د تطبیق او پرمختګ په هکله د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو راپورونو د چمتوکولو په هکله کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

همداراز محترم مولوي علاوالدین سعد کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپلې دندې په بشپړ اخلاص، صداقت، ژمنتیا او مسؤلیت ‌پېژندنې سره ترسره کړي او د اړوندو برخو سره په همغږۍ معلولینو او د شهیدانو ورثه وو ته د ښو او باکیفیته روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې یاد قشر د ټولنې له هغو برخو څخه دی چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ډېری وخت اړینو خدمتونو ته لاسرسی نلري نو زموږ مسؤلیت دی چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ورته اغېزمن، پر وخت او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړو، څو د هغوی ستونزې راکمې او د حل په برخه کې یې لازم ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو، معلولینو او له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوو هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې او د هغوی د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د یتیمانو کورنیو او معلولینو ته د لاښه او غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د مرستو د وېش په برنامو کې د منظمې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې پلاوي هلمند او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د ولایتي مفتشینو آمر محترم مخدوم ویس الدین جلیلي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم نوراحمد اوریا او محترم امین. . .

BACK TO NEWS