د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sun, Nov 08 2026 3:25 PM

د یتیمانو کورنیو او معلولینو ته د لاښه او غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د مرستو د وېش په برنامو کې د منظمې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې اړوندو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو ورثه وو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو، معلولیت لرونکو وګړو ته د روغتیایي خدمتونو د زمینې د برابرولو، د ریاست د کاري پلان د تطبیق او پرمختګ په هکله د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو راپورونو د چمتوکولو په هکله کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

همداراز محترم مولوي علاوالدین سعد کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپلې دندې په بشپړ اخلاص، صداقت، ژمنتیا او مسؤلیت ‌پېژندنې سره ترسره کړي او د اړوندو برخو سره په همغږۍ معلولینو او د شهیدانو ورثه وو ته د ښو او باکیفیته روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې یاد قشر د ټولنې له هغو برخو څخه دی چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ډېری وخت اړینو خدمتونو ته لاسرسی نلري نو زموږ مسؤلیت دی چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ورته اغېزمن، پر وخت او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړو، څو د هغوی ستونزې راکمې او د حل په برخه کې یې لازم ګامونه پورته شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS