د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د شهید تر عنوان لاندې مجله چاپ شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند " د شهید مجلې" تر عنوان لاندې درېیمه ګڼه مجله چاپ شوه. یاده مجله د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري ترتیب او ډیزاین شوې وه، چې په مجموع کې پنځه سوه (۵۰۰) ټوکه چاپ شوې ده.

په دې مجله کې بېلابېل مطالب خپاره شوي چې په کې مقالې، راپورونه، مرکې او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مهمې لاسته راوړنې شاملې دي. دا مطالب د دې وزارت د هغو فعالیتونو ښکارندويي کوي چې د شهیدانو وارثینو او د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ او خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې په مرکز او ولایتونو کې ترسره کړي دي.

همداراز په دې مجله کې دیني، اسلامي او ټولنیزې مقالې هم خپرې شوې دي چې موخه یې د عامه پوهاوي لوړول، د معنوي ارزښتونو پیاوړتیا او د یتیمانو، کونډو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ لپاره هڅې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري شمس الامین زهیر د غزني ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS