د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کابل ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له کاري بهیر څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۴:۳۵
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له کړنو او فعاليتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د یادې ارزونې په ترڅ کې محترم شیخ صاحب د دې رياست د ټولو اړوندو برخو څخه له نږدې  ليدنه وکړه او په يادو برخو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو له منځه وړلو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې د یاد ریاست کارکوونکو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۴
Background image

په بغلان ولايت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري پر (۲۷) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو‌، پلان او تقنین چارو رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په ياد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چی په هغه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د کاري بهیر د لا ښه والي، مؤثرې همغږۍ او د کړنلارو د دقیق. . .

BACK TO NEWS