د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۱۵

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي سمنګان ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی نذیر احمد احمدي، ښاغلی نصیر احمد حکیمي او ښاغلی محمد یاسین ادیب شامل وو.

یاد پلاوي د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په  ۱۴۰۴ مالي کال کې د بودجې د لګښت څرنګوالی، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه. پلاوي د چارو د لا ښه والي په موخه شته ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته کړې او د حل لپاره یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدارنګه د کورنۍ پلټنې پلاوي د سمنګان ولایت د حضرت سلطان او فیروز نخچیر ولسوالیو له یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې لیدنې ترسره کړې، د هغوی ستونزې، غوښتنې او اړتیاوې واورېدې او د لازمې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS