د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس په مرکز او ولسوالېو کې د تثبیت او ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسې د څرنګوالي په تړاو خبرې وشوې او په یاده برخه کې اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالېو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسه څه موده وړاندې پیل شوې وه اوس هم دا لړۍ روانه ده.