د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج ملا فیض الله جواد په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم الحاج ملا فیض الله جواد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د پر وخت او منظمو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې همداراز کارکوونکو ته یې د مراجعینو سره د نیک چلند، د هغوی لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو، په اخلاص سره د سپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو او د جعل او تزویر د مخنیوي په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.
