د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال په لغمان ولايت کې د شهیدانو وارثینو د ملاتړ په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

asad_admin
Tue, Apr 14 2026 8:55 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په لغمان ولایت کې د شهیدانو د یاد او د هغوی له وارثينو سره د مرستې په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ، چې په یاده غونډه کې د لغمان والي محترم قاري بختیار معاذ، د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد، مرستیال والي، د علماو شورا رئیس، امنیه قومندان، د ملکي او نظامي ادارو استازو، دیني عالمانو، مجاهدینو، د شهیدانو وارثینو او زرګونو عامو خلکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ولایت والي مرستیال د قرآن عظیم‌ الشان او د نبوي صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې د شهیدانو پر لوړ مقام خبرې وکړې او د محلي ادارو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د هغوی غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او په دوامداره توګه دې د یتیمانو د کورنیو پوښتنه وکړي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي فیض الله جواد په خپلو خبرو کې وویل؛ لغمان کې د شهیدانو د یاد ساتنې او د هغوی د کورنیو خدمت د دې ریاست له اساسي مسؤلیتونو څخه دی او په همدې موخه یې له اړوندو ادارو او موسسو سره دوامدارې ناستې ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د لغمان ولایت د علماوو شورا رئیس محترم شیخ محمد سلیم حقاني په اسلام سپېڅلي دين کې د شهیدانو پر لوړ مقام او منزلت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د شهیدانو ورثه وو ته ځانګړې پاملرنه ولري.

د یادې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو هرې کورنۍ سره يوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

په ورته وخت کې د شهیدانو د کورنیو استازو د غونډې له جوړېدو او له هغوی سره د شویو مرستو څخه خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS