د ارزګان ولایت والي د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل او د هغوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
Sun, Nov 30 2025 9:22 AM

د ارزګان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالرحمن کندزي د هغو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل چې څه موده وړاندې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو سره د جګړې پر مهال په شهادت رسیدلي وو.

د دې لیدنې پر مهال د لواء قومندان محترم مولوي برهان الدین بیضاوي، د استخباراتو رئیس محترم مولوي نقیب الله ابواللیث، د علماء شورا رئیس محترم مولوي عبدالغفار، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.

د ارزګان ولایت والي د پاکو شهیدانو روح ته یې دعاء وکړه، کورنیو ته یې د تسلیت او همدري مراتب وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د شهیدانو کورنیو ستونزو ته رسیدګي او د هغوی سره مرسته د ولایت د رهبرۍ یو مهم مسؤلیت دی او په دې برخه کې به بشپړه هڅه وشي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري ځانګړې شوې مرسته د والي صاحب لخوا د شهیدانو ورثه وو ته وسپارل شوه او د اړوندو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه یې وکړه چې د شهیدانو کورنیو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

په ورته وخت کې د شهیدانو کورنیو هم د خپلو شهیدانو پر ویاړ خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اسلام او هېواد دفاع د دوی ایماني او ملي وجیبه ده او دا لار به د هر ډول شرایطو او ستونزو سره هم پرې نږدي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS