د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Nov 29 2025 9:41 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دعوت او ارشاد د اهمیت او ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دعوت او ارشاد د ټولنې د سمون او اصلاح لپاره ضروري دی او هر کارکوونکی باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت په اخلاص او صداقت سره ترسره کړي او همدارنګه ټولو کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لارښوونې او توصیې په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي، او هڅه وکړي چې د ناسمو او ناروا رواجونو څخه په کلکه ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS