په کندهار ولايت کې یو شمېر مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې
د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د عدليې رياست سره په همغږۍ د (۲۵) یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشلې.
د شهیدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلینو د یادو مرستو قدرداني وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل تر څو د دې اړمن قشر لپاره لا زياتې مرستې برابرې او د هغوی ملاتړ او لاسنيوی وکړي.
