په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، ګلدوزۍ او د لبنیاتو د پروسس په برخو کې د حرفوي زده کړو پروګرامونه پيل کړي وو چې په یادو پروګرامونو کې ګډونوالو ته د استادانو له لوري مسلکي زده کړې ورکړل شوې.
د دې لپاره چې ګډونوال وکولای شي له زده کړو وروسته خپل کاري فعالیتونه پیل او د اقتصادي ځان بسیاینې زمینه ورته برابره شي، د کار اړوند وسایل هم ورکړل شول.
په دې لړ کې (۴۵۰) کېټونه د خیاطۍ او ګلدوزۍ او همداراز (۳۰۰) کېټونه د لبنیاتو د تولید او پروسس په موخه ګډونوالو ته ووېشل شول.
