د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې محترم مولوي نقیب الله سنان د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور سروې بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او د ټاکل شویو ټیمونو یې وغوښتل چې یاده پروسه په منظم، دقیق او مسؤلانه ډول پر مخ یوسي.
