جمهوررئیس د شهیدانو د ورثې او معلولینو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۸:۵۹
da

جمهوررئیس د شهیدانو د ورثې او معلولینو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د شهیدانو ورثې او معلولینو سره په غونډه کې په سلامخانه ماڼۍ کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست حمیدالله فاروقي د وزارت د ارتقا او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د جمهوررئیس د همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه وې ویل، د افغانستان ملت او دولت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د سرښندنو منندوی دی.

ښاغلي فاروقي وویل، د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې به د جمهوررئیس لارښوونې عملي کړي. هغه زیاته کړه، له نورو اړوندو ادارو سره لازمه همغږي رامنځته او د وزارت ستراتیژي چمتو شوې چې ژر به د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکه شي.

ورپسې تایسه فدایي، مسعود صافي، رحیم الله رحیمي، محمدصدیق مومند، نقیب الله فراهي او سمیع الحق سمیع د خپلو اړوندو کمېټو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو پرمهال له نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، سولې پروسې او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو له خوندیتوب او تداوم څخه خپل ټینګ ملاتړ اعلان کړ.

یادو ویناوالو همدارنګه د شهیدانو ورثې او معلولینو د حقونو، امتیازاتو د تامین او پر وخت د هغو د ورکړې، فساد د مخنیوي، د تعلیمي، تحصیلي او کاري زمینو د برابرولو، دولتي ادارو کې د معلولینو او د شهیدانو ورثې د جذب، ورزشي اسانتیاوو، حرفوي مرکزونو د ایجاد، د اوربند او باعزته سولې د تامین او د شهیدانو د ورثې او معلولینو د باعزته ژوند په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د شهیدانو ورثې او معلولینو نن په بېلابېلو کمېټو کې خپل نظریات او وړاندیزونه په ډېره حوصله مندۍ تنظیم کړل. سره له دې چې دا معظم قشر د نورو په پرتله زیاتې ستونزې لري، مګر دوی دلته د شخصي ستونزو او غوښتنو پرځای ملي او هغه مسایل مطرح او ورباندې ټينګار وکړ چې له ټول هیواد او ولس پورې اړه لري.

جمهوررئیس غني د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ستاسو موجودیت دلته لوی ویاړ دی، ځکه زه او همکاران مې ستاسو د سرښندنو له برکته د ولس د خدمت ویاړ لرو. ستاسو له رغنده بحثونو، ملي، اصولي او قانوني نظریاتو او وړاندیزونو څخه مننه چې غواړئ هیواد د افغانانو په لاس امنیت، ثبات، عدالت او پرمختګ ته ورسېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د شهیدانو د ورثې او معلولینو په برخه کې ټول وزارتونه او ادارې مسوولیت لري او د دې لپاره به د کابینې یوه غونډه چې والیان، د خصوصي سکتور او نورو ادارو استازي هم په کې حضور ولري راوبلل شي چې د یو ملي پروګرام له لارې د امکاناتو په رڼا کې تاسو ته د خدمت او رسیدګي په برخه کې خپلې ژمنې تازه او پرځای کړي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ښار جوړولو او ځمکو او فواید عامې وزارتونو ته واضح لارښوونه شوې او راتلونکی کال به د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته لس زره نومرې په شفاف ډول ووېشل شي او دغه برنامه به نورو زونونو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.

جمهوررئیس وویل، ملت او دولت ستاسو د سرښندنو منندوی دی او په عادلانه سوله کې به ستاسو حقونه خوندي شي. د سولې شرایط اماده شوي دي. هغه زیاته کړه، زموږ موخه باعزته سوله، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان دی چې وکولای شو خپلې پټې او ښکاره شتمنۍ د خلکو د خدمت او هوساینې وړ وګرځوو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۲
Background image

اجراآت و کارکردهای ریاست‌های امور شهداء و معلولین ولایات هرات، بادغیس و فاریاب مورد ارزیابی همه جانبه قرار گرفت

هیئت به سرپرستی محترم مولوی نورالحق حقانی رئيس نظارت و ارزیابی وزارت امور شهداء و معلولین را که برخی از کارمندان آن ریاست همراهی می نمود، به منظور ارزیابی ارایه خدمات به خانواده های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۵
Background image

پس از تکمیل آموزش‌های مسلکی به شماری از ایتام و معلولین در ولایت کندز وسایل کار توزیع گردید

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حمایت مالی یک مؤسسهٔ خیریه، به شماری از ایتام و معلولین در مرکز و ولسوالی‌های امام‌صاحب و علی‌آباد آن ولایت، برنامه‌های آموزشی را در بخش‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۷
Background image

رئیس امور شهداء و معلولین ولایت غزنی با مسؤلین مستوفیت آن ولایت ملاقات کرد

محترم قاری شمس‌الامین زهیر رئیس امور شهداء و معلولین ولایت غزنی به ‌منظور فراهم‌سازی سهولت‌های بیشتر در روند پرداخت مساعدت ‌های نقدی ماهانه به ایتام، خانم های بیوه و افراد دارای معلولیت. . .

BACK TO NEWS