د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې پلاوي هلمند او فراه ولایتونو ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د ولایتي مفتشینو آمر محترم مخدوم ویس الدین جلیلي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم نوراحمد اوریا او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، فراه او هلمند ولایتونو ته یې سفر وکړ.
یاد پلاوي د فراه او هلمند ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري په تېر مالي کال کې د مصرف شوې بوديجې څرنګوالی، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه، شته ستونزې یې په نښه او د ښې رسیدنې په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
