د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د اړوندو فورمونو د کنټرول، د اسنادو د بشپړولو، پر وخت د حوالو د اجراء کولو او نورو چارو د لاښه منظم والي په موخه خبرې وشوې څو د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته خدمتونه په ښه او منظم ډول ترسره شي.
