په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست مسؤلینو، د اقتصاد ریاست او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود.
په ورته وخت کې معلولیت لرونکو وګړو هم د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
