د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت د ډيلي ولسوالی ته سفر ترسره کړ

asad_admin
Mon, May 18 2026 9:42 AM

د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يوه پلاوي د پکتیکا ولایت ولسواليو ته د سفرونو دلړۍپه ترڅ کې د ډيلي  ولسوالي ته سفر ترسره کړ دمجردو شهیدانو کورنیو سره ئي له نږدې ليدنه وکړه، د هغوی احوال یې له نږدې واخیست، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او اړتیاوو ته یې د بشپړې رسېدنې ډاډ ورکړ.

هغه همداراز د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړه، له ټولو یې د اسلامي نظام د بقاء لپاره او د امارت د رهبرۍ د حفاظت د دعاء غوښتنه وکړه.

همداراز نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې د بهير د لا ښه والي په موخه اړوند مدیر ته  لازمې لارښوونې وکړې.

د دې سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادي ولسوالی له مسؤلينو سره وکتل او د هغوی څخه یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د تل په څېر د نورو همکاریو غوښتنه وکړه.چي دولسوالي مسؤلینو دیاد ولایت رئیس مولوي محمد نبي وهاج ته دشهيدانو او معلولينو په برخه کې ډاډ ورکړل او د نوموړي کارونه او خدمتونه ئي وستایل.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS