د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د ښوونیزو اړتیاوو سنجونې پروګرام ترسره شو

asad_admin
Mon, May 04 2026 8:51 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ سره په همغږۍ د دې وزارت کارکوونکو لپاره د ښوونیزو اړتیاوو د سنجونې پروګرام ترسره کړ.

یاد پروګرام چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د غونډو په عمومي تالار کې جوړ شوی وو، په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي،‌ د ملکي خدمتونو انسټيټوټ رئيس محترم حافظ اسدالله هارون، د شهیدانو چارو رئيس محترم ملا روح الله نصرت، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئيس محترم مولوي سردار محمد حبيب، د معلولينو د بیا ځواکمنتيا رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د بېلا بېلو څانګو آمرینو او کارکوونکو حضور درلود.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان د مسلکي علومو او پوهې د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې د کارکوونکو لپاره د ښوونیزو اړتیاوو د سنجونې پروګرام، د مهارتونو د پیاوړتیا، په مسلکي برخو کې د کارکوونکو د اړتیاوو د دقیق تشخیص، د انرژۍ، اقتصاد او د وخت بېځایه لګښت د مخنیوي په موخه رامنځته شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دا پروګرام کارکوونکو ته زمینه برابروي څو له دودیزو مدیریت څخه لرې شي او د نوښت، ابتکار او خلاقیت پر لور ګامونه واخلي، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو له لارې د مراجعینو د چارو د رسېدنې بهیر اسانه کېږي او د مدیریت او ادارې په برخه کې به اغېزمن اصلاحات رامنځته شي.

همداراز په دې غونډه کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ رئیس محترم حافظ اسدالله هارون، د کارکوونکو لپاره د ښوونیزو برنامو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې یاد انسټیټوټ هر کال زرګونو کسانو ته بېلابېل روزنیز پروګرامونه وړاندې کوي او دغه بهیر په تېرو څلورو کلونو کې بریالی ثابت شوی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې په اداري چارو کې باید لازمې اسانتیاوې، بشپړه همغږي او د مسؤلیتونو صادقانه ترسره کول یقیني شي، څو خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د کارکوونکو د اړتیا سنجونې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول پروګرامونه یو لوی او ارزښتناک خدمت دی چې د ادارې او خلکو په ګټه ترسره کېږي او هغه مسؤلیتونه چې کارکوونکو ته سپارل کېږي د مشرتابه د اعتماد پر اساس وي او کارکوونکي مکلف دي چې د اعتماد په فضا کې سپارل شوي مسؤلیتونه په صداقت او مسؤلیت‌پذیري سره ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د کارکوونکو د زده‌کړه ئیزو اړتیاوو سنجونه د ځانګړو فورمو په ډکولو سره ترسره شوه، د همدې اړتیا سنجونې پر بنسټ به د کارکوونکو لپاره د اړتیاوو مطابق ښوونیز او روزنیز پروګرامونه پیل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS